الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دېوان بیګي- مهتاب قلعه سړک د پاتې برخې قیر چارې پیل شوې

 17180.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بنسټیزو چار تر بشپړېدو وروسته د دېوان بیګي- مهتاب قلعه نوي نښلوونکي سړک له پاتې برخو څخه د یوې برخې قیر چارې پیل شوې. دغه سړک د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دېوان بیګي سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې، ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي یوې برخې قیر چارې یې مخکې ترسره شوې دي او اوس مهال یې د ۶۰۰ متره نورې برخې قیر چارې تر لاس لاندې دي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې به یې د پاتې برخو قیر چارې هم ترسره شي. همدا راز د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ پله د جوړولو چارې هم ۹۰ سلنه مخته تللې دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د کمپنۍ او برچي سړکونو ترافیکي بهیر ووېشل شي او همدا راز د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي