الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر ۵۰ متره سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

 17186.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر پنځوس متره سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې (۴۵) سلنه بشپړې شوې دي او هڅه کېږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۷۳۳ ) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پیلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د یادې پروژې د مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د دولسمې ناحیې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي