
د ودانیزو توکو تر لابراتواري آزمایښت وروسته، د کارته پروان له دویمې برخې څخه تر سرای شمالي پورې د بادام باغ سړک دویمه (وروستۍ طبقه) قیر چارې پیل شوې. یاد سړک چې، په ټولیزه توګه (۳۲۸۹) متره اوږدوالی او له (۲۰) څخه تر (۳۰) مترو پورې سور لري، څه موده وړاندې یې د (۲۵۰۰) متره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او ورته مهال یې د پاتې برخې په جوړولو کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به په بره کي څلورلارې، سرای شمالي، تهیه مسکن، پروان سه او ور څېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي


