الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي

 17199.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند په پجک سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک چې، ۱۱۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د لښتیو، ۵ پلچکونو او د ۳۰۰ متر مکعب په اندازه استنادي دېوال په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. هڅه کېږي چې، د دې سړک د جوړولو چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ورسره جوخت به د یادې سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده