
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بګرامیو له پله څخه تر بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې پورې کیڼ خوا ته د سړک د بیارغونې چارې روانې دي. تر دې وړاندې د یاد سړک ښي خوا ته لیکه له تخنیکي او فني څېړنو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله بیارغول شوې ده. د زیانمن شویو سړکونو بیارغول، د کابل ښاروالۍ له دوامداره پلانونو څخه دي چې، د ښاري تاسیساتو د ساتنې او د ترافیکي وضعیت د ښه والي په موخه ترسره کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به وسایطو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سړک له ژر ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي


