الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د برچي - امید سبز ښارګوټي د نښلوونکي سړک د جوړولو عملي چارې پیل شوې

 17209.jpg (1820 × 1024)

د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو تر پاکولو وروسته، د دیارلسمې ناحیې اړوند د نقاش له حمام سیمې څخه تر امید سبز ښارګوټي پورې د برچي د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو عملي چارې پیل شوې. په دې پروژه کې چې (۳) کیلو متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل او په نږدې یوه کال کې به په اساسي توګه بشپړه شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د برچي سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.  دا پروژه د کابل ښار د سړکونو د پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ یو مهم ګام ګڼل کېږي چې، په بشپړېدو سره به یې د کابل د لوېدیځې سیمې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي