آ.الکوزی

په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې ټکنالوژي د ژوند یوه نه جلا کېدونکې برخه ګڼل کېږي. ځیرک مبایلونه، ټبلیټونه، انټرنېټ او سوشیل میډیا زموږ د ورځني ژوند مهمه برخه ده. ماشومانو او ځوانانو ته دا وسایل د معلوماتو ترلاسه کولو، زده کړې، تفریح او له خپلو دوستانو سره د اړیکو لپاره بېساري فرصتونه برابروي، خو له دې سره سره له ټکنالوژۍ څخه زیاته ګټه اخیستنه، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر روان، فزیکي او ټولنیزو وړتیاوو منفي اغېز کوي.
ارواپوهان ټینګار کوي چې، ټکنالوژي په خپل ذات کې زیان نه لري، بلکې د ناسم استعمال او د وخت د نامناسب مدیریت له امله ستونزې رامنځته کوي، په همدې موخه د ماشومانو د سالم پرمختګ لپاره، مېندې او پلرونه، ښوونکي او ټولنه باید د ټکنالوژۍ استعمال ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ټکنالوژۍ احتمالي زیانونه:
ایراني لیکوال علي کریمي په خپل کتاب (کودکان و فناوری) کې مهمو موضوعاتو ته نغوته کړې ده، نوموړی لیکي:
د سوشیل میډیا، انلاین لوبو او موبایل زیات استعمال، د ماشومانو تمرکز کموي، د خوب کیفیت یې خرابوي او د اضطراب او خپګان د زیاتېدو لامل ګرځي.
ځینې ماشومان حتی د ټکنالوژۍ له نشتوالي سره د بېصبرۍ او خپګان احساس کوي، چې د ارواپوهانو له نظره دا د “ډیجیټل اعتیاد” لومړنۍ نښې دي.
هغه ماشومان او ځوانان چې، خپل زیات وخت په مبایلونو او خواله رسنیو تېروي، د ریښتیني ژوند د اړیکو جوړولو فرصت له لاسه ورکوي. د علی کریمی په وینا، دا حالت د ټولنیزو مهارتونو کمښت، د خبرو اترو ستونزې او حتی د اعتیاد لامل هم کېدای شي. همدارنګه، انټرنېټ د نامناسبو محتواوو لکه تشدد، غیر اخلاقي انځورونو او آنلاین ګواښونو لپاره زمینه برابروي، چې د ماشوم شخصیت او ارزښتونو ته زیان رسوي. د اوږدې مودې لپاره موبایل یا کمپیوټر ته ناسته د سترګو فشار، ملا درد، د غاړې درد او د فزیکي فعالیت کمښت رامنځته کوي. ماشومان چې زیات وخت فزیکي فعالیت نه کوي، ښایي د بدن د ودې او روغتیايي ستونزو سره مخ شي.
کله چې ماشومان د مبایل یا انلاین لوبو له امله خپل درسي وخت ضایع کړي، د زده کړو کیفیت یې کمېږي او د پوهې ترلاسه کولو سرعت یې راټیټیږي. ارواپوهان ټینګار کوي چې، له ټکنالوژۍ څخه ناوړه ګټه اخیستنه د ماشومانو د تعلیمي لاسته راوړنو لپاره جدي ګواښ دی. څېړنې ښيي چې، د اوږدې مودې لپاره د سکرین اعتیاد، ځیرک مبایلونو، ټبلیټونو، تلویزیون، انټرنېټ او سوشیل میډیازیات استعمال، د ماشومانو مغز جامد کوي، د ماشومانو د مغز د ودې پر پړاوونو منفي اغېز لري او د زده کړې، نوښت، اړیکو، خوب او فکر کولو وړتیایې راکموي چې په اوږ د مهال کې به له جدي ستونزو سره مخ شي.
د حل لارې چارې:
محمد سینا یعقوب نژاد په خپل کتاب (آسیب های فضای مجازی بر کودکان و نو جوانان) کې د پورته یادو شویو ستونزو د حل لارو په هکله په زړه پورې نظرونه لري او وايي: والدین او ښوونکي باید له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستلو په موخه، ځانګړي وختونه وټاکي. د بېلګې په توګه، د ورځې یوه ټاکلې شېبه یا ساعت د موبایل، انټرنېټ او سوشیل میډیا لپاره ځانګړی کړي.
ماشومان باید د سپورت، لوبو، مطالعې او له کورنۍ او دوستانو سره د وخت تېرېدو فرصت ولري ځکه دا نه یوازې د فزیکي فعالیت کچه لوړه وي، بلکې د ماشومانو ذهني او رواني روغتیا لپاره هم ګټوره ده. والدین او ښوونکي باید ماشومانو ته له انټرنټ څخه د خوندي ګټې اخیستنې، د نامناسبو محتواوو د مخنیوي او د خپلو احساساتو د مدیریت لارې وښيي. د بېلګې په توګه، ماشومانو سره خبرې کول، چې ولې باید د نامناسبو ویبپاڼو او لوبو څخه ځان وساتي؟ د سکرین وخت څارونکي اپلیکیشنونه، د نامناسبو ویبپاڼو بلاک کول او د ماشومانو لپاره د ځانګړو محدودیتونو ټاکل، کولی شي له ټکنالوژۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي. والدین او مشران باید په کور کې له ټکنالوژۍ څخه د سالمې ګټې اخیستنې غوره بېلګې وړاندې کړي، ځکه ماشومان د خپلو والدینو عادتونه ډېر تعقیبوي.
په پای کې ویلی شو چې، ټکنالوژي د معلوماتو او زده کړې مهمې وسیلې دي، خو د ماشومانو او ځوانانو لپاره یې باید د استعمال اندازه او ډول په دقیقه توګه وڅارل شي. د وخت محدودیت، فزیکي فعالیتونه او د کورنۍ لارښوونه، د دغو ستونزو د کمښت غوره لارې دي.
په دې توګه، ټکنالوژي کولای شي د ماشومانو په ذهني، رواني او ټولنیز پرمختګ کې ګټوره ونډه ولري، پرته له دې چې زیانونه رامنځته کړي.
د ارواپوهانو په وینا، که چېرې والدین او ټولنه په ګډه د ماشومانو د ټکنالوژۍ د استعمال څارنه او لارښوونه وکړي، د هغوی سالم پرمختګ تضمین کېدای شي او ټکنالوژي به د فرصت پر ځای د ګواښ وسیله ونه ګرځي.
« که هوس دی همدومره بس دی»


