
د ا.ا.ا د کابینې د پریکړې له مخې د یوې ځانګړې کمېټې له خوا د ښار په کچه له سړکونو او پلیو لارو څخه د کانکرېټي خنډونو د پاکولو پر دوام، د دویمې ناحیې اړوند د کارته پروان سیمې له شپږو سړکونو څخه کانکرېټي خنډونه پاک شول چې، ورسره جوخت ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د خنډونو تر لېږدولو وروسته د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو یاده سیمه په بشپړه توګه پاکه کړه او اضافي توکي یې ترې ولېږدول. د ګمارل شوې کمېټې د سروې له مخې؛ په کابل ښار کې په کانکرېټي خنډونو بندې ۲۷۰ سیمې پېژندل شوي چې، یو پر بل پسې به پاکې او د ښاریانو پرمخ به پرانیستل شي. له دې کار څخه موخه، د ښاري ښکلا او نظم رامنځته کېدل او د له ښاري سیمو څخه په عادلانه توګه ګټه اخیستل دي څو ښاریان وکولای شي په یوه منظم او سوکاله ښاري چاپېریال کې ژوند وکړي


