الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه د چهار دهي تر چهار قلعه پورې د سړک جوړولو عملي چارې پیل شوې

 17223.jpg (1820 × 1024)

 د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه  پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو عملي چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو تر پاکولو وروسته پیل شوې. ټاکل شوې ده دا سړک د ۱۹۰۱ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون تر راتلونکو نږدې شپږو میاشتو پورې په معیاري توګه جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د کارته سه، چهارقلعه چهاردهي او علاءالدین سیمو اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د ورڅېرمه سیمو  اقتصادي ودې ته به زمینه هم برابره شي