
د اوومې ناحیې په ۱۱م، ۲۵م او ۳۳م ګذرونو کې د کوڅو جوړولو د (۳) پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اړوند ناحیې د مسئولینو، د سیمې مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پرانیستې په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې د نویو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل: په ۱۱م ګذر کې کوڅې (۷۹۵) متره اوږدوالی، په ۲۵م ګذر کې (۹۷۲) متره اوږدوالی او په ۳۳م ګذر کې (۱۰۲۵) متره اوږدوالی، (۲، ۳ او ۴ ) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۱۹.۸) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شوې. دغه راز د یادو ګذرونو اوسېدونکو چې، تر دې وړاندې د کوڅو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، د دغو پروژو له پلي کېدو یې خوښي وښوده او ویې ویل چې، د نویو جوړویو شویو کوڅو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د دوی په وینا؛ اوس مهال یې ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو ته لاس موندلی او ستونزې یې په بشپړه توګه هوارې شوې دي. د یادونې وړ ده چې، د یاد پروژو د پلي کېدو پرمهال هره ورځ له (۱۰۰) څخه تر (۱۵۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه


