
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې اړوند د لسم ګذر په چهل دختران سیمه کې، د (۷۵۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سوره سره د فرعي سړک کانکریټ چارې څه باندې (۹۰) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې، تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې بشپړې شي. د دې فرعي سړک په جوړېدو سره به د یادې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او دوی ته به ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


