الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمد شاه بابا مېنې د ۱۵ م بلاک د سړک په اوږدو کې د سطحي اوبو د مدیریت یوې پروژې چارې روانې دي

 17242.jpg (1820 × 1024)

د ۱۲مې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د ۱۵ م بلاک د سړک په اوږدو کې د سطحې اوبو د اغیزمن مدیریت او تخنیکي ستونزو د حل په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د یوه لښتي د بیارغونې چارې روانې دي. دغه لښتی چې، (۳۸) متره اوږوالی، (۵۰) سانتي متره سور او (۷۰) سانتي متره ژوروالی لري، د بیا رغولو  چارې یې له تخنیکي ارزونې وروسته پیل شوې دي څو د یاد سړک په اوږدو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزه په بنسټیزه توګه هواره او د اوبو مخه اصلي لښتیو ته خلاصه شي. د یادونې وړ ده چې، د سطحي اوبو د مدیریت په پروژو کې چې اوس مهال په بېلابېلو ناحیو کې روانې دي؛ د منهولونو بیارغول، د سلبونو برش کول، د کالورتونو نصبول او له کانالونو سره د لښتیو نښلول شامل دي