د ښار د څلورلارو بیارغولو چارو د کار پرمختګ او کیفیت څخه د لیدنې په موخه تیره ورځ د روان کال د غویي میاشتي په ۲۱مه نیټه د کابل ښاروالۍ د ترانسپورت معین پوهنیار شیخ احمد متین د دریم پرون،سلیم کاروان،پخواني تایمني، ترافیک، بره کي او کمپني څلور لارو د کار دوام او بیارغونې چارو څخه لیدنه وکړه. د دي لیدنې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ ترانسپورت معین په کارونو کې ښه کیفیت او مسلکي معیارونو په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او اړوند مسولینو ته یې د کار چټکتیا او په یادو پروژو کې د کاري سیمو خوندیتوب پخاطر د تجهیزاتو او وسایلو له اړخه لازمې سپارښتنې وکړي ترڅو کارونه په چټکتیا او ښه توګه ترسره شي.