الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې سړک قیر چارو ته د چمتو کېدو په حال کې دی

 17248.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک بنسټیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او پلان دادی چې، د هوا د مناسبیوالي په صورت کې يې د یوې لیکې قیر چارې تر ژمي مخکې ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. ورته مهال له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې هم د سړک سړک جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي چې، اوس مهال یې د پاتې برخو په جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به قیر  کولو چمتو شي