الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان د پخواني سړک د ۸۵۰۰ متره برخې قیر چارې تر سره شوې

 17250.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا تر اوسه د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان پخواني سړک د (۸۵۰۰) مترو په اوږدوالي برخې قیر چارې ترسره شوې دي. دغه سړک چې د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، د (۶۵۳) متره برخې قیر چارې یې  د هوا د سړښت له امله راتلونکي کال ته وځنډول شوې. دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو، د (۹) او (۱۲) مترو په اوږدوالي او د (۲ او ۴) مترو په سور د  (۱۶) پلچکونو جوړول هم شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د یاد سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي