الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیر خانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې بشپړې شوې

 17253.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې ښي خوا ته لیکې درېیمه (وروستۍ) طبقه قیر چارې، د روان کال لیندۍ میاشې په (۷مه) نېټه د جمعې په ورځ، د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې او د ترافیکو پر مخ  پرانیستل شو. تر دې وړاندې د دې برخې  کین خوا ته لیکې درېیمه طبقه قیر چارې هم بشپړې شوې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره ډیزاین شوې ده. په دې پروژه کې د پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي، چې تر اوسه یې (۸۷) سلنه چارې بشپړې شوې دی. د خیرخانې کوتل سړک، چې د کابل په شمال کې یو مهم اقتصادي دهلیز ګڼل کیږي، د تخنیکي سندونو او د پروژې قرارداد له مخې به په (۲۳) میاشتو کې جوړ شي، چې له دې جملې څخه یې (۲۰) میاشتې تېرې شوې دي. په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه او د معیاري زیربناوو جوړول، هغه اصلي عوامل ؤ، چې پروژه یې تر اوسه وځنډوله. د دې برخې د وروستۍ طبقه قیر چارو په بشپړیدو سره به له یوې خوا د خیرخانې کوتل په سړک کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به د هېوادوالو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي