
د ۱۳مې ناحیې د درېیم ګذر اړوند د اونچي باغبانانو په سیمه کې د (۶) فرعي سړکونو او (۳) کوڅو کانکریټ چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې په ټولیزه توګه (۹۳۲) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۶.۵) مترو پورې سور لري، تر اوسه پورې (۹۵) سلنه کاري پرمختګ لري او تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به په اساسي توګه بشپړه شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یادې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې تر ډیره هوارې شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


