
د ۱۴۰۵هـ.ل کال د پراختیايي پلان د چمتو کولو په موخه، دویمه تخنیکي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، رئیسانو او مسلکي کارپوهانو ګډون کړی ؤ، د راتلونکي کال د پراختیايي پلان د تنظیم پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې، د ۱۴۰۵ کال پراختیايي پلان باید د متوازنې پراختیا د اصل، د ښار واقعي اړتیاوو د لومړیتوب په پام کې نیولو، د مالي ظرفیتونو او شته امکاناتو او سرچینو پر بنسټ جوړ شي، څو د کابل ښار دوامداره پرمختګ په غوره توګه پرمخ ولاړ شي. په غونډه کې، د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم "افغان" د اجراآتو د پرمختګ بهیر او د پلان د چمتو کولو پړاوونو په اړه مفصل او تحلیلي راپور وړاندې کړ. د طرحه شویو مواردو له ارزونې وروسته، کابل ښاروال په بېلابېلو ناحیو کې یو شمېر مهمې پروژې انتخاب کړې، چې په راتلونکي پراختیايي پلان کې به شاملې شي. د ۱۴۰۵ هـ.ل پراختیايي پلان کې ګڼې مهمې بنسټیزې او عمراني پروژې، لکه د سړکونو او پلونو جوړول او بیارغونه، د سړکونو روښانه کول، د پلیولارو، کانالونو او پلچکونو، د پارکونو او زرغونو سیمو جوړول، د ماشینریو او تجهیزاتو پېرل او د نویو ښاري پروژو ډیزاین شامل دي. د غونډې په پای کې کابل ښاروال سپارښتنه وکړه چې، د زیربنایي پروژو تدارکاتي پړاوونه دې ګړندي او د پلي کېدو له اغیزمنتیا څخه باید ډاډ تر لاسه شي، ترڅو د ښاري خدمتونو له ترسره کولو څخه د خلکو رضایت نور هم زیات شي


