الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو قیر چارې روانې دي

 17260.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلور لارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي د فرعي لیکو دپاتې برخې قیر چارې روانې دي  او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې، د (۲،۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره سره ډیزاین شوی، دوه اصلي  او دوه فرعي لیکې لري. د پروژې د تخنیکي سندونو له مخې، د سړک له نښلولو وروسته، بل ګام د سړک د اصلي لیکو درېیمه (وروستۍ) طبقه قیر چارو تر سره کول دي، چې د ژمي موسم له رارسیدو وړاندې به تر سره شي.  په ورته وخت کې، د پلیولارو او ګلدانونو جوړولو، د جدولونو او څراغونو د نصبولو چارې هم روانې دي ترڅو دا لویه پروژه په اساسي او معیاري توګه بشپړه شي. د دې سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د صحت عامې، مکروریانونو او هوایي ډګر څلورلارو او ورڅېرمه سیمو کې  ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي اوبله خوا به په نوې سړک کې د وسایطو د تګ راتګ  بهیر په غوره توګه تنظیم شي