
د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک قیر چارې د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره دوام لري دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۲۵۳۰) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د یو کیلو متر په اوږدوالي یوې لیکې قیر چارې یې ترسره شوې دي او د دویمې لیکې په جوړولو یې کار روان دی. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونو سیمو، د بایسکل چلولو لیکو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل- لوګر په سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، په ورته وخت کې د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بیني حصار سیمې پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي


