الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي څلور لارې تر ځمکې لاندې سړک د ګاډرونو د نصبولو چارې پیل شوې

 17269.jpg (1820 × 1024)

د استحکامي پایلونو د جوړولو او نصبولو له بشپړېدو وروسته، د بره‌کې څلور‌لارې د ځمکې لاندې سړک د جوړولو په موخه، له مخکې جوړو شویو (۹۳) ګاډرونو د نصبولو چارې پیل شوې. د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله "الهام" په دې اړه وویل: دا برخه د پروژې له مهمو تخنیکي پړاوونو څخه ده چې د "ځمکې لاندې سړک" په اصلي جوړښت کې اساسي رول لري. هر ګاډر د (۲۱.۳) مترو په اوږدوالي او (۹۵) سانتي‌متره سور سره جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ګاډرونو تر نصب وروسته به، نور کارونه، لکه د پله د پوښښ سیخ بندي او کانکریټ‌ اچولو، د پایلونو کانکریټ‌ چارې، د پایل کپونو جوړول، د اوبو د ایستلو سیستم جوړول، د برقي تأسیساتو نصب او وروسته به سړک قیر چارو ته چمتو شي. د بره‌کې څلور‌لارې تر ځمکې لاندې سړک د کابل ښار د ترافیکو د مدیریت له مهمو پروژو څخه ده، چې له بشپړېدو سره به‌یې، په دې څلور‌لارې کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمښت ومومي او د وسایطو تګ‌راتګ ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د بره کي څلور‌لارې ترځمکې لاندې سړک له نادریې لېسې څخه د ترافیک تر څلور‌لارې پورې (۴۷۰) متره اوږدوالی، (۲۰) متره سور او (۵.۵) متره ژوروالی لري. په دې پروژه کې، (۵۲۵) استحکامي پایلونه په پام کې نیول شوي، تر څو د یادې پروژې کلکوالی تضمین او د وسایطو تګ‌راتګ آسانه کړي. د دې سړک د پاتې چارو پر دوام به، د بره‌کې څلور‌لارې د هوایي پله د جوړولو چارې هم  ډېر ژر پیل شي. یاد پل له دهن‌باغ څلور‌لارې څخه تر پروان دو څلور‌لارې پورې (۷۰۰ ) متره اوږدوالی، (۲۰) متره سور، (۵.۵) متره لوړوالی او (۲۴۷) استحکامي پایلونه لري. د یادونې وړ ده چې، د غوره کیفیت د تضمین په موخه، له مخکې جوړ شوي ګاډرونه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیرانو تر څار لاندې چمتو شوي دي. کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال له اړتیا پرته تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي او په دې برخه کې دې له ښاروالۍ سره همکار واوسي