
د دیارلسمې ناحیې د ۵۹ م ګذر اړوند، د مهدیه جومات په سیمه کې د دریو کوڅو کانکریټ چارې (۶۰) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې، د نږدې یوې میاشتې په موده کې بشپړې او یادې کوڅې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۱۳۱۸) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۴.۵) مترو پورې سور لري، د پلیولارو جوړول هم شامل دي. د دغو کوڅو په جوړیدو سره به د ځایي اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او دوی به ټولنیزو آسانتیاوو ته لاسرسی ومومي. پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر په مرسته پلې کېږي


