الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌کي او کلوله‌پشتې سیمو تر منځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 17280.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند د بره‌کي او کلوله‌پشتې سیمو ترمنځ د (۶۵۴) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د نوی نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. یاد سړک د جوړولو موخه، د بره‌کي څلورلارې لپاره د بدیلې لارې رامنځته کول دي چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ښاري ترانسپورت لپاره آسانتیاوې رامنځته شي. په دې پروژه کې د ( ۲۶۴۹) متر مکعب په اندازه د استنادي دېوالونو ، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ، په ښار کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره، د ښاریانو د تګ‌راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي