الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د فرعي سړک او کوڅو جوړولو چارې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري

 17288.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې د ۲۱م ګذر اړوند په شیخ عادل بابا سیمه کې د یوه فرعي سړک او څلورو کوڅو کانکرېټ چارې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې په اساسي توګه بشپړې شي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د لښتیو په ګډون په ټولیزه توګه د ۹۶۳ مترو په اوږدوالي، د ۳ او ۵ مترو په سور سره د پلي کېدو په حال کې ده. د دې فرعي سړک او کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې او ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده