الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد سړک د لومړي فاز د پاتې برخو بنسټیزې چارې روانې دي

 17291.jpg (1820 × 1024)

د کابل- جلال آباد سړک د لومړي فاز د پاتې برخو بنسټیزې چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول په بر کې نیسي روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د ۴۸۰۰ مترو په اوږدوالي د دې سړک یوه برخه د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوې ده. همدا راز د ۳ کیلو مترو په اوږدوالي د نورې برخې بنسټیز کارونه هم بشپړ شوي او هڅه کېږي چې، د هوا د مساعدوالي په صورت کې هغه هم قیر شي. د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې پروژه د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، پلې لارې، لښتي، ګلدانونه، څراغونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه، کرښې اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات په کې شامل دي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې د دې سړک ارزښت ته په کتو له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې دا مهمه پروژه د قرارداد مطابق په خپل وخت ګټي اخیستنې ته وسپاري