
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري تر بنسټیزو چارو وروسته د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دېوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او ډېر ژر به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دا پروژه ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ یوه پله، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده او چارې یې تر اوسه ۹۵ سلنه مخته تللې دي. دا سړک د کمپنۍ او برچي سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري چې، په جوړېدو سره به یې د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کېدو سربېره د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي


