الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له قلعه وزیر څخه تر کمپنۍ سړک پورې د نوي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې

 17301.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند له قلعه وزیر سیمې څخه د کمپنۍ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي. دا سړک ۳۷۶ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د لښتیو او پلیو لارو په ګډون ډیزاین شوی دی او چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي. د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو پراختیا او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمو متوازنې پراختیا ته زمینه برابره او د سیمې اوسېدونکي به ګڼ شمېر ښاري، ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي