
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لسمې ناحیې د ۱۰م او ۲۴م ګذر اړوند د بي بي رقیه جومات او قلعه خاطر سیمو کې د یوه فرعي سړک او کوڅې د دوو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: دا پروژې چې د لښتیو په ګډون په ټولیزه توګه، ۱۶۷۳ متره اوږدوالی، ۲.۵ او ۵ متره سور لري، د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي توګه بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، د دې فرعي سړک او کوڅې په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې شوې دي او ګڼ شمېر ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته یې لاس رسی موندلی دی. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د دې سړک او کوڅې ساتنې ته به پام وکړي څو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي


