
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې، چې (۲۳۹۶ ) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده چې، یوه برخه یې ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي. یاد سړک له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د یوه معیاري سړک له ټولو جزیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. په دې پروژه کې د (۲۴) مترو په اوږدوالي او (۱.۲) مترو سور سره د یوه پُلچک، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نورې تخنیکي برخې شاملې دي. د دې سړک اهمیت ته په کتو، چې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، جوړول یې د ښار لوېدیځ زون له سویلي برخې سره د نښلولو، د ترانسپورتي زیربناوو د ښه والي او د ترافیکي ګڼهګوڼې په کمښت کې مهم رول لوبولی شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک د جوړولو چارې په څلورو برخو کې روانې دي او اړوند مسئولین د یادې پروژې له کاري پرمختګ څخه خبر ورکوي


