الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له نوروز آباد څلورلارې څخه تر دولسمې حوزې پورې د سړک جوړولو او د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

 17310.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د احمد شاه بابا مېنې اړوند له نوروز آباد ( ایمل مومند) څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو پاکولو او د اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه چې، ۲۰۹۶ متره اوږدوالی، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري، لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، څراغونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات په بر کې نیسي او ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې بشپړه شي. د دې سړک په اوږدو کې ۸۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د قانون او کړنلارې له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. له نوروزآباد څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې سړک د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري