الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمو کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

 17315.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمو کې د (۷) فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړکونه چې، په ټولیز ډول (۵۳۰۰) متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري، د تخنیکي معیارونو مطابق د جوړېدو په حال کې دي. په یاده پروژه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم فرعي سړکونو جوړول شامل دي، چې له دې ډلې د دوو سړکونو د جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغو سړکونو د جوړولو ترڅنګ، د لښتیو او  معیاري پلیولارو جوړول هم د دې پروژې یوه مهمه برخه ده، چې د پلان له مخې به تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړه شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې  د پام وړ کمښت ومومي