الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په دویم ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړې شوې

13 قوس 1404

 17317.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د خیرخانې مېنې په درېیمه برخه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شوې. په دغه پارک کې چې، په (۱۰) زره متر مربع ځمکه کې جوړ شوی دی، احاطه،  پلې لارې د فوټبال، کرکټ، والیبال او باسکټبال لپاره د لوبغالو او د اوبو د زېرمې جوړول، د یوې څاه کېندل، د چمن کرل، د نیالګیو او بوټو کېنول او د کثافت دانیو نصبول هم شامل دي . همدا راز دا پارک د سالم چاپېریال د رامنځته کېدو، د زرغونو سیمو د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې ډېر ژر به د ټولو ښاریانو پرمخ پرانیستل شي