الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې په ۲۷م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 17331.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دولسمې ناحیې د ۲۷م ګذر اړوند په نوآباد ښارګوټي کې د دوو فرعي سړکونو او پنځو کوڅو کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا پروژه په ټولیزه توګه ۱۰۹۰ متره اوږدوالی، ۳ او ۶ متره سور لري چې، تر اوسه یې ۹۵ سلنه چارې مخته تللې دي. دا پروژه لښتي هم په بر کې نیسي او ټاکل شوې ده چارې یې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې په اساسي توګه بشپړې شي. د دې کوڅو او فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ښاري او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده