
په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې، په لابراتوار کې د ودانیزو توکو تر آزمایښت وروسته پیل شوې او هڅه کېږي څو هرڅه ژر بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دا سړک چې په ټولیزه توګه، ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښار د یو مهم سړک په توګه په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې، د کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، په سړک دکرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د دې پروژې د کار له کیفیت څخه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. دا سړک یو مهم او ستراتیژیک سړک دی چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د مکروریان، صحت عامې او د هوايي ډګر په څلورلارو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه په اساسي توګه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي


