الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له قلعه وزیر څخه تر کمپنۍ سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې بشپړې شوې

 17335.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند له قلعه وزیر سیمې څخه د کمپنۍ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې د ودانیزو توکو تر لابراتواري آزمایښت وروسته په بریالیتوب سره ترسره شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، ۳۷۱ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو او پلیو لارو په ګډون ډیزاین شوی دی او چارې یې وروستیو پړاونو ته رسېدلې دي چې، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه، په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو پراختیا او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمو متوازنې پراختیا ته زمینه برابره او  اوسېدونکي به یې ګڼو ښاري، ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي