
د څوارلسمې ناحیې د ۲۶م ګذر اړوند د پغمان په اوریاخیلو سیمه کې د (۱۳۸۵) مترو په اوږدوالي او (۴) متره سور سره دفرعي سړک کانکریټ چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست په وینا، دغه پروژه تر اوسه څه باندې (۹۰) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې فرعي سړک په جوړېدو سره به د یادې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او دوی به معیاري ترانسپورتي زیربناوو ته لاسرسی ومومي


