
د نهمې ناحیې اړوند د درېیم مکروریان د مارکیټ سړک بنسټیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او اوس مهال وروستي پړاو ته رسېدلې دي. د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک به د بنسټیزو چار تر بشپړېدو وروسته په نږدې ورځو کې قیر کولو ته چمتو شي. یاد سړک چې، ۶۲۱ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو په ګډون ډیزاین شوی دی او چارې به یې د هوا دمساعدوالي په صورت کې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ د دې سړک په جوړېدو سره به ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او د درېیم مکروریان ور څېرمه سړکونو کې به ترافیکي بهیر ووېشل شي


