
د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي او اوس مهال یې د پاتې برخې د پلیولارو او ګلدانونو په جوړولو کار روان دی. د دې سړک لومړۍ برخه له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې، ۳،۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري. څه موده وړاندې د دې سړک د یوې لویې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې او اوس یې د نورو برخو د جوړولو چارې هم په چټکتیا سره د بشپړېدو په حال کې دي. په یاده پروژه کې د یوه معیاري ښاري سړک ټول جزئیات شامل دي چې، د هوا د وضعیت په پام کې نیولو سره به یې ودانیزې چارې پرته له ځنډه پر مخ روانې وي. د دې سړک په بشپړېدو سره به ترافیکي ظرفیت زیات او د ښار د اوسېدونکو لپاره به د تګراتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.


