
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. دا پارک په ۸۰۰۰ متر مربع ځمکه کې د احاطې، د وتلو او ننوتلو دروازو، پلیو لارو او د اوبو د یوې زېرمې جوړولو، څاه کېندلو، چمن کرلو، د نیالګیو او بوټو کېنولو او د اوږدو څوکیو د نصبولو په ګډون ډیزاین شوی دی


