
د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند له کارته نو څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او ځیني برخې یې قیر کولو ته چمتو شوې دي. دغه سړک چې، ۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري ، د ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره د پلیو لارو، استنادي دېوال، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو، په سړک دکرښو اچولو او نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي تر څو یې کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل د ختیځ زون په سړکونو کې ترافیکي ستونزې حل او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


