
د کابل ښاروالۍ له خوا د ځمکې د بیا تنظیم برنامې په چوکاټ کې د شپږمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې د (۲۴) کوڅو او فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي تر دې مهاله د (۹) کوڅو او فرعي سړکونو کانکرېټ چارې بشپړې شوې دي او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې د پاتې کوڅو او فرعي سړکونو کانکرېټ چارې هم ترسره شي. دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه (۳۲۴۵) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۹) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوې ده. د دې سیمې په پراختیایي پلان کې د عامه تاسیساتو جوړول او ښاري خدمتونه هم شامل دي، چې د معیاري سړکونو او کوڅو په جوړولو سره به نه یوازې د ملکیتونو ارزښت لوړ کړي، بلکې مالکانو ته به یې د ملکیت د اعتبار وړ او اصولي سندونو د ویش لپاره زمینه هم برابره شي. له دې برنامې څخه موخه، د ښاري ماسټر پلان پلي کول او هغو ښاریانو ته غوره خدمتونه وړاندې کول دي، چې له کلونو راهیسې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې پاتې دي. د یادونې وړ ده چې، په دې سیمه کې د ځمکې د بیا تنظیم لومړۍ پروژه په (۹۰) جریبه ځمکې کې پلې شوې او (۱۴۱) ملکیتونه پکې شامل دي


