
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، هوارول، د لښتیو او استنادي دېوال جوړول هم پکې شامل دي، په ښه توګه روانې دي. دا پروژه له سرای شمالي څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښۍ خوا ته ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري. څه موده وړاندې د ۱۲ مترو په سور سره د یاد سړک د دوو کیلو مترو برخې قیر چارې د بنسټیزو برخو ترجوړېدو وروسته ترسره شوې او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې د پاتې برخو بنسټیزې چارې هم دوام ولري. دا پروژه د کابل ښاریانو او د هېواد د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو لپار ځانګړی اهمیت لري او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت یې بشپړه کړي


