
د ملي دفاع وزارت له خوا له پُل محمودخان څخه تر پښتونستان څلورلارې پورې له سړک څخه د کانکرېټي خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې او دا سړک به د ټولو ښاریانو پرمخ پرانیستل شي. د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې له مخې د ښار له ټولو عمومي او فرعي سړکونو، کوڅو او پلیو لارو څخه باید کانکريټي خنډونه پاک او د ښاریانو پرمخ پرانیستل شي. د ګمارل شوې کمېټې د سروې له مخې؛ په کابل ښار کې په کانکرېټي خنډونو بندې ګڼ شمېر سیمې پېژندل شوي چې، یو پر بل پسې به له خنډونو پاکې شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغو حکمي او حقیقي اشخاصو څخه چې، د خنډونو د پاکولو په برخه کې یې مرسته کړې ده مننه کوي او غوښتنه کوي چې، په راتلونکې کې د دفترونو او کورونو مخې ته سړکونه او پلې لارې په کانکرېټي خنډونو بندې نه کړي، ځکه د دوي دا کار ښاري ښکلا او نظم ته زیان رسوي


