الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې ۸۵ سلنه کاري پرمختګ لري

 17369.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې د ۱۶م ګذر اړوند په قلعه زمان خان سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې ۸۵ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو لسو ورځو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د کاري فرصتونو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلې کېږي. د یادونې وړ ده چې، دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه ۵۷۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوي دي او په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوې رامنځته شي.