
د پلیو تګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د شپاړلسمې او نهمې ناحیو اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د قلعه زمان خان نوي نښلوونکي سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي. دا سړک ۱۶۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، چارې یې د روان کال په بهیر کې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې او تر بنسټیزو چارو وروسته یې قیر چارې هم ترسره شوې دي. د دې پروژې په چوکاټ کې د ۲۰۱ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ مترو په سور سره د یوه کانال، د ۱۷، ۳۱ او ۴۵ مترو په اوږدوالي د ۳ پلچکونو، لښتیو او ګلدانونو جوړل او کرښې اچول په نظر کې نیول شوي دي. همدا راز د دې سړک په اوږدو کې به د موټرو لپاره یو اساسي پُل هم جوړ شي. د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د دې نوي نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه نورو سړکونو ترافیکي بهیر به ووېشل شي


