الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د پراختیا پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې

 17376.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک په اوږدو کې ۱۱۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین پر بنسټ؛ دا سړک چې، ۱۹۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، ټاکل شوې ده د خنډونو تر پاکولو وروسته د یوه کاري کال په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کارته سه سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. همدا راز دا پروژه د اقتصادي ودې او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د خلکو په مرسته، د زیربنايي پروژو په پلي کېدو سره د ښار لا  آبادۍ او پراختیا ته زمینه برابرېږي