
د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اتلسمې ناحیې د ۶م ګذر اړوند په بختیاران سیمه کې د یوه فرعي سړک او یوې کوڅې کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه په ټولیزه توګه ۸۰۰ متره اوږدوالی، ۴ او ۵ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه ۹۰ سلنه چارې مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه په لېرې پرتو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته لومړیتوب ورکوي او په راتلونکې کې به هم ورته نورې پروژې طرحه او پلې کړي. د بختیاران سیمې اوسېدونکي مخکې د کوڅو د خاموالي او خرابوالي له امله له ګڼو سره مخ وو چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼ شمېر ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي


