
د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر چهارقلعه چهاردهي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو عملي چارې چې، کیندنې، هوارول او د لښتیو جوړول په بر کې نیسي روانې دي. دا سړک چې،۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې چارې دوام ولري. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، د کارته سه، چهارقلعه چهاردهي او د علاءالدین سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


