
ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ترافیکي بهیر د تنظیم په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه اساسي پله د جوړولو چارې روانې دي. دا پُل چې د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۸.۴ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی، د هوا د ښه والي په صورت کې به یې چارې روانې وي. د دې پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلول شي او بله خوا به په ورڅېرمه سړکونو کې د ترافیکي بهیر د وېش سربېره، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


