الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د یوه اساسي پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

 17400.jpg (1820 × 1024)

 د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د یوه اساسي پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. دا  پُل چې د ډیزاین له مخې، ۶۰ متره اوږدوالی،۱۸.۴ متره سور او ۹۰ میخي ستنې ( پایې) لري، د ګاډرونو تر نصبولو وروسته یې اوس مهال د سیم پیچۍ کارونه روان دي او ډېر ژر به د پله د فرش کانکرېټ چارې هم پیل شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون ترافیکي ستونزې هوارې، ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او په ورڅېرمه سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي